- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ د سولې نوبل جایزې نه‌ګټلو له امله غوسه شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د سولې د نوبل جایزې د نه‌ګټلو په اړه نیوکه کړې او د نوبل کمېټې د روان کال پرېکړه یې «شرموونکې او د ننگ وړ» بللې ده. د ۲۰۲۶ کال د سولې نوبل جایزه د سویلي افریقا نړیوالې حقوقپوهې او د جرمونو نړیوالې محکمې پخوانۍ قاضۍ، ناوي پیلای، ته ورکړل شوې ده.
ټرمپ د جایزې د ګټونکې د نوم له اعلان څو ساعته وروسته، په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل چې ده هېڅکله د دې «مرموز شخصیت» نوم نه دی اورېدلی او هېڅوک یې نه پېژني. هغه په خپله ټولنیزه شبکه کې هم په یوه لیکنه کې ادعا کړې چې یادې مېرمنې دا جایزه د امریکا پر ځای ترلاسه کړې ده، په داسې حال کې چې ده اته جګړې هوارې کړې دي.
ټرمپ د دغو جګړو نوملړ کې د کمبودیا او تایلنډ، کوسوو او سربیا، کانګو او روانډا، پاکستان او هند، اسرائیل او ایران، مصر او ایتوپیا، ارمنستان او اذربایجان، او اسرائیل او حماس ترمنځ شخړې شاملې کړې دي. هغه همداراز ادعا کړې چې د دوو نورو جګړو، یعنې د ایران او روسیې ـ اوکراین جګړو، د هواري هڅې هم کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د سولې په برخه کې د خپلو کړنو له امله باید د نوبل اته جایزې ورکړل شوې وای، نه یوه. ټرمپ د نوبل کمېټې پرېکړه د ناروې پر هېواد «تلپاتې داغ» بللې او ادعا یې کړې چې د نوبل کمېټه د دیموکراسۍ ضد سختدریځو ایډیالوژیکو کسانو له امله خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.
د نوبل کمېټې ناوي پیلای د سولې او نړیوال قانون د ترویج لپاره د هڅو او همداراز د جنګي جنایتونو، د بشریت پر ضد جنایتونو او نسل‌وژنې په تعقیب کې د اغېزناک رول له امله ستایلې ده. ۸۵ کلنې پیلای د جایزې د ترلاسه کولو د خبر تر اورېدو وروسته په ټوکو وویل: «که لږ نور هم چکچکې وکړئ، ښايي دا جایزه له ټرمپ سره شریکه کړم.»
د ټرمپ دغه نیوکې د تېر کال د هغه د دریځ تکرار دی، کله چې د سولې نوبل جایزه ماریا کورینا ماچادو ته ورکړل شوه. ماچادو وروسته خپله مډال ټرمپ ته ډالۍ کړ، خو د نوبل کمېټې ټینګار وکړ چې جایزه بل چا ته نه شي لېږدول کېدای.
د ناروې لومړي وزیر تر دې وړاندې یادونه کړې وه چې د نوبل کمېټه یوه خپلواکه اداره ده او د ناروې حکومت پورې تړاو نه لري.

- Advertisment -spot_img