د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له روسي سیال، ولادیمیر پوتین سره په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو پر کنټرول ټلېفوني خبرې کړې دي.
ټرمپ ویلي چې له پوتین سره یې هوکړه کړې چې روسیه به سمدستي نړیوال بازار ته ۳۰۰زره ټُن تېل وړاندې کوي، او تر راتلونکو میاشتو به میلیونونه ټُن ډیزل نړیوال مارکیټ ته وړاندې کوي.
د امریکا ولسمشر په خپله ټولنیزه شبکه لیکلي چې دا هوکړه په نړیوال بازار کې د ډیزلو بیو د بېسارۍ لوړېدو او اقتصادي فشارونو د کنټرول په موخه شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ همداراز لیکلي چې د روسیې د دې اقدام په غبرګون کې د امریکا خزانې وزارت د روسیې د انرژۍ پر سکټور لګول شوي ځینې بندیزونه په عارضي توګه لغوه کړي دي.
بلخوا د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ تایید کړې چې د ټرمپ او پوتین په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي.
د یادولو ده چې په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو لوړېدو ستر لاملونه د امریکا او ایران ترمنځ جګړه او د اړیکو ترینګلتیا بلل شوي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)