د روادارۍ سازمان اجرائیه رییسه، شهرزاد اکبر، وایي، د طالبانو د مشرانو د نیولو حکم د افغان ښځو لپاره ډېر اهمیت لري؛ ځکه د نوموړې په وینا، دغه اقدام ښيي چې نړیواله ټولنه د ښځو د ځپلو عاملان پېژني او د هغوی کړنې یې له پامه نهدي غورځولي.
نوموړې د هسپانیا په پلازمېنه، مادرید، کې یوې غونډې ته ویلي، د هغو ښځو لپاره چې د پټو ټولګیو د جوړولو له امله نیول شوې، وهل شوې یا شکنجه شوې دي، د طالبانو د مشرانو پر وړاندې دغه ډول قضایي اقدامات ډېر اهمیت لري.
د جرمونو نړیوالې محکمې د دوشنبې په ورځ، د (تلې په ۱۳مه) د طالبانو د پوهنې وزیر، حبیبالله اغا، او د لوړو زدهکړو وزیر، ندا محمد ندیم، د نیولو حکمونه اعلان کړل.
د حبیبالله اغا او ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه د طالبانو د مشر هبةالله اخوندزاده او د طالبانو د قضایي قوې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکمونو په دوام کې صادر شوي دي.
په همدې حال کې، د بشري حقونو «روادارۍ» بنسټ د طالبانو د دوو وزیرانو د نیولو له حکمونو هرکلی کړی.
دغه بنسټ له هېوادونو غوښتي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې پرېکړه جدي ونیسي او د نړیوالو قضایي بهیرونو ملاتړ وکړي، څو د «له جزا څخه د خوندي پاتې کېدو» پر وړاندې مبارزه وشي او قربانیانو ته عدالت ته د لاسرسي زمینه برابره شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)