- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په تړاو د فرانسې خبرې

د فرانسې حکومت له طالبانو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په تړاو خبرې پیل کړي.

فرانس پریس خبري اژانس د یوې دېپلماټیکي سرچينې په حواله راپور ورکړی چې پاریس غواړي غیرقانوني او عامه نظم ته ګواښ پېښوونکي افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراج کړي.
وړاندې د سرچېنې په حواله راغلي چې دغه “تخنیکي خبرې” د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په مانا نه دي او موخه يې یوازې د کډوالو د اخراج په پروسه کې اسانتیا راوستل دي.

اوونۍ وړاندې د بلجیم حکومت د افغان کډوال د اخراج په اړه د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو د پیل خبر ورکړی و.

بل پلو، جرمني بیا په وروستیو کې لسګونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډېپورټ کړي دي او د همدې بهیر د اسانچارۍ لپاره یې برلین او بن کې د طالبانو قونسلي ماموران منلي دي.

- Advertisment -spot_img