- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له پاکستانه د میلیونونو افغانانو د ستنېدو په اړه د ګوتریش غوښتنه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په تړاو ویلي، چې دغه بهیر باید په خپله خوښه، خوندي او له عزت سره ترسره شي.

ګوتریش دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته کړې دي. نوموړي ویلي، ملګري ملتونه به له پاکستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، څو د هغو افغانانو ساتنه او ملاتړ وشي چې د بېرته ستنولو له بهیر څخه اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د افغانانو د بېرته ستنېدو پر مهال باید د خوندیتوب اصول رعایت شي او ډاډ ترلاسه شي چې افغانان په خپله خوښه، خوندي او په عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان اتباعو د نیولو او له هېواده د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د دوشنبې په ورځ د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د فشار د اعمالولو لپاره، د ده په وینا، پر افغانستان بمبارۍ کوي، افغان کډوال باسي، لارې بندوي او افغان محصلان له زده‌کړو محروموي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۱۵مې پورې له پاکستانه څه باندې ۲.۶۸ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې شمېر کې هغه کسان هم شامل دي چې په خپله خوښه ستانه شوي او هغه کسان هم چې په جبري توګه ایستل شوي دي.

د IOM د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۱۵مې پورې له پاکستانه څه باندې ۱.۸۲ میلیونه افغانان ستانه شوي، چې له ډلې یې ۲۲۷ زره او ۶۶۷ تنه په جبري توګه ایستل شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اګست په لومړۍ نیمایي کې د هغو بېرته ستنېدونکو افغانانو له ډلې چې سروې ورسره شوې، ۹۶ سلنې ویلي چې د نیول کېدو له وېرې یې پاکستان پرېښی دی.

په ورته وخت کې، د میلیونونو افغانانو په لنډه موده کې بېرته ستنېدو په افغانستان کې د سرپناه، کار او لومړنیو خدمتونو پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو اندېښنې هم راولاړې کړې دي.

- Advertisment -spot_img