د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان وايي چې دوی له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو لا پراختیا او پیاوړتیا هڅې کوي، او تر دې دمه یې د امریکا د هر ډول بندیزونو او فشارونو هڅې شنډې کړې دي.
پزشکیان د ایران ګاونډي هېوادونه «غوره» بللي، او په وینا یې چې تهران به له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې او همکارۍ لا پراخه او پیاوړې کړي.
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان تر دې مخکې هم ویلي وو چې پر دوی د امریکا بندیزونه کوم اغېز نه لري او ایران ښه ګاونډي هېوادونه لري.
په ورته مهال د امریکا په خزانې وزارت کې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر ګواښ کړی چې د ایران له مالي سکتور سره معاملې کوونکي بهرني مالي بنسټونه به تحریم کړي.
په خبرداري کې ویل شوي، هغه بهرني بنسټونه له جدي ګواښ سره مخ دي چې نړیوال مالي نظام ته د لاسرسي په برابرولو کې له ایران سره مرسته کوي.
په دې وروستیو کې د امریکا له لوري پر ایران بندیزونه زیات شوي، او ځینو ایراني چارواکو یې په غبرګون کې دا د واشنګټن پخواني «بېګټې» سولېدلي اقدامات بللي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)