د ټېسلا او اېکسسپېس مشر «ایلان ماسک» یو وار بیا په شتمنو کسانو کې لومړی مقام خپل کړی، او د دویم ځل لپاره ټریلیونر اعلان شوی دی.
د «بلومبرګ» د میلیاردرانو شاخص پر بنسټ، د ماسک شتمني ۱٫۰۴ ته رسېدلې. د نوموړي د سپېساېکس ونډې ۱۳ سلنه او د ټېسلا ونډې ۶٫۷ سلنې ته لوړې شوې دي.
ایلان ماسک تېر ځل هم ټریلیونر بلل شوی و، خو وروسته یې شتمني له ټریلیون ښکته شوې وه، او تازه بلومبرګ بیاځلي د شتمنو کسانو په نوملړ کې لومړی کس اعلان کړی دی.
دغه ټریلیونر د خپلو کاروبارونو ترڅنګ اېکس (پخوانی ټویټر) شبکه هم وپېرله او سمدلاسه یې پکې ځینې تغییرات راوستل.
هغه مهال پر ایلان ماسک نیوکې وې چې د دې شبکې له ترلاسهکولو سره سم یې زرګونه کسان له دندې ګوښه کړل او د ټولنیزو شبکو ځینې اصول یې تر پښو لاندې کړل.
ایلان ماسک په امریکا د «جو بایډن» ادارې له پایتهرسېدو وروسته د ډونالډ ټرمپ نږدې کس شو، خو د لږ وخت په تېرېدو یې له ټرمپ سره اړیکې خرابې او بېرته یې له سیاست څخه خپل شخصي کاروبار ته مخه کړه.
داسې هم ویل کېږي چې له ټریلیون څخه د ایلان ماسک د شتمنۍ ښکتهکېدو یو لامل ښايي له ډونالډ ټرمپ سره ډېر نږدې کېدل وو.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)