د یمن حکومت اعلان کړی چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو لپاره یې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې، دا عملیات وروسته له هغې پراخ شوي چې په وروستیو اوونیو کې حوثیانو د هېواد په ځینو ستراتیژیکو سیمو کې پرمختګ کړی و.
د جګړې له زیاتېدو سره ملکي وګړي هم له جدي بشري ستونزو سره مخ شوي او زرګونه کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي. نړیوالو ادارو د جګړې د پراخېدو او د ملکي وګړو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)