- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران: د ملي امنیت عالي شورا شپږ کسیزه کمېټه له امریکا سره مذاکرات رهبري کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا تر چتر لاندې شپږ کسیزه کمېټه د امریکا سره د مذاکراتو په اړه د پرېکړو مسوولیت لري.

بقايي ویلي، په دې کمېټه کې د بهرنیو چارو وزیر حضور له ملي امنیتي اقداماتو سره د ایران د ډیپلوماسۍ د بشپړې همغږۍ څرګندونه کوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم مخکې ویلي وو چې دغه شپږ کسیزه ډله د امریکا په اړه د پرېکړو واک لري او پرېکړې یې د دوی په همغږۍ عملي کېږي.

د راپورونو له مخې، په دې ډله کې ولسمشر، د پارلمان مشر، د ملي امنیت عالي شورا منشي، د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او د شپږم غړي په توګه د بهرنیو چارو وزیر یا د قضائیه قوې مشر شامل دی.

- Advertisment -spot_img