- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان په اړه د واشنګټن پوست وروستي راپور ته د طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت په افغانستان کې د القاعدې او نورو وسله‌والو ډلو د بیا منظمېدو او د روزنیزو مرکزونو د جوړېدو په اړه د واشنګټن پوسټ راپور رد کړی او ویلي یې دي چې د دې ادعا د تایید لپاره هېڅ شواهد نشته.
واشنګټن پوسټ د امریکايي او لوېدیځو امنیتي چارواکو او د ملګرو ملتونو د یوې څارونکې ډلې په حواله راپور ورکړی چې القاعدې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. د راپور له مخې، په دغو مرکزونو کې د وسلو او چاودېدونکو توکو کارول، چریکي جګړه، ډرونونه او پټې اړیکې روزل کېږي.
د ورځپاڼې په وینا، په افغانستان کې د القاعدې د اصلي غړو شمېر شاوخوا ۱۰۰ تنه اټکل شوی، خو دغه ډله تر ډېره نورو وسله‌والو ډلو ته روزنه او تخنیکي مرسته برابروي. د ملګرو ملتونو د څار ډلې هم په خپلو پخوانیو راپورونو کې په غزني، لغمان، پروان او اروزګان ولایتونو کې تر اتو پورې د روزنیزو مرکزونو او په ځینو نورو ولایتونو کې د مدرسو د شتون ادعا کړې ده.
خو حمدالله فطرت وايي، هغه ډلې چې پخوا په افغانستان کې موجودې وې، د پخوانیو جګړو او شرایطو پورې تړلې وې او اوسنی وضعیت بدل شوی دی. نوموړي ادعا کړې چې دغه ډلې اوس په افغانستان کې موجودیت نه لري.
فطرت زیاته کړې چې ځینې استخباراتي کړۍ د داسې راپورونو په خپرولو سره هڅه کوي افغانستان ناامنه وښيي. هغه ټینګار کړی چې طالبان به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
د القاعدې د فعالیتونو په اړه د طالبانو دا دریځ د ملګرو ملتونو او لوېدیځو امنیتي ادارو له ځینو راپورونو سره په ټکر کې دی؛ خو تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي خپاره شوي چې د واشنګټن پوسټ په راپور کې د ټولو یادو شویو روزنیزو مرکزونو موقعیت او فعالیتونه په خپلواکه توګه تایید کړي.

- Advertisment -spot_img