- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

١٨ سنبله؛ د افغانستان د مقاومت قوماندان احمدشاه مسعود د شهادت کلیزه

نن، د سنبلې ۱۸مه، چې د سپټمبر له ۹مې سره برابره ده، د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه وتلي پوځي او سیاسي قوماندان احمدشاه مسعود د ترور کلیزه ده؛ هغه شخصیت چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د شوروي پوځ او وروسته د طالبانو پر وړاندې په جګړه او مقاومت کې تېره کړه.

احمدشاه مسعود په ۱۳۳۲ لمریز کال کې په پنجشېر کې زېږېدلی و. هغه په ځوانۍ کې د لوړو زده‌کړو لپاره د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون ته داخل شو، خو د افغانستان سیاسي تحولاتو د هغه د ژوند مسیر بدل کړ او نوموړی لومړی سیاسي فعالیتونو او وروسته وسله‌والې مبارزې ته مخه کړه.

په ۱۳۵۸ لمریز کال کې افغانستان ته د شوروي ځواکونو له ننوتلو وروسته، مسعود د مجاهدینو پر یوه مهم قوماندان بدل شو. د پنجشېر دره د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو د مقاومت اصلي مرکز و او شوروي پوځ د دې سیمې د نیولو لپاره څو پراخ پوځي عملیات ترسره کړل. د دغو بریدونو پر وړاندې د هغه مقاومت سبب شو چې مسعود د «پنجشېر زمری» په نوم مشهور شي.

په ۱۳۷۱ لمریز کال کې په کابل کې د شوروي اتحاد له ملاتړه برخمن حکومت تر سقوط وروسته، احمدشاه مسعود د افغانستان په اسلامي دولت کې د دفاع وزارت دنده پر غاړه واخیسته. خو د مجاهدینو د ډلو ترمنځ اختلافونو په کابل کې خونړیو کورنیو جګړو ته لاره هواره کړه؛ هغه دوره چې لا هم د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو بحث‌پارونکو فصلونو څخه شمېرل کېږي.

په ۱۳۷۵ لمریز کال کې د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته، مسعود د افغانستان شمال ته شاتګ وکړ او د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت له مهمو مشرانو څخه شو. د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو د «متحدې جبهې» یا شمال ټلوالې په چوکاټ کې د هغه تر مړینې پورې له طالبانو سره جګړې ته دوام ورکړ.

د ۱۳۸۰ لمریز کال د سنبلې په ۱۸مه، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۹مې سره برابره وه، دوه بریدګر چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، د تخار ولایت په خواجه‌بهاءالدین کې له احمدشاه مسعود سره د مرکې لپاره ورغلل. چاودېدونکي توکي د بریدګرو په وسایلو کې ځای پر ځای شوي وو او د مرکې پر مهال وچاودېدل. مسعود په دې برید کې سخت ټپي شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. بېلابېلو سرچینو دغه بریدګر له القاعده شبکې سره تړلي بللي دي.

د احمدشاه مسعود ترور په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوازې دوه ورځې مخکې وشو. دغه بریدونه د القاعده شبکې غړو ترسره کړل او تر هغه وروسته د افغانستان سیاسي او پوځي تحولات یوه بشپړه نوې مرحلې ته داخل شول.

د طالبانو د لومړي حکومت تر سقوط وروسته، د افغانستان پخواني دولت احمدشاه مسعود ته د «ملي اتل» لقب ورکړ او د سنبلې ۱۸مه د کلونو لپاره د هغه او شهیدانو د یاد او درناوي د ورځې په توګه نمانځل کېده.

اوس، د هغه له مړینې کلونه وروسته، د احمدشاه مسعود نوم لا هم د پنجشېر له مقاومت، د شوروي پوځ پر وړاندې له جګړې او د طالبانو پر وړاندې له مبارزې سره تړلی دی. په ورته وخت کې، د اویایمې لمریزې لسیزې په کورنیو جګړو کې د هغه او د مجاهدینو د نورو مشرانو رول هم د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه د بېلابېلو بحثونو او روایتونو یوه برخه ده.

د سنبلې ۱۸مه د مسعود د پلویانو لپاره د هغه قوماندان د یاد ورځ ده چې د خپل ژوند له دوو لسیزو ډېره موده یې د افغانستان په جګړو او سیاسي تحولاتو کې تېره کړه او په پای کې په یوه ځانمرګي برید ک

- Advertisment -spot_img