د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.
د دغه وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان اوسنی وضعیت، اقتصادي فرصتونه، امنیت، ثبات او د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.
امیرخان متقي ویلي، افغانستان د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال لري او په هېواد کې د ثبات، اقتصادي ودې او ځانبسیاینې په برخو کې پرمختګونه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، خلیلزاد هم په افغانستان کې موجود امنیت او ثبات او د بیارغونې په برخو کې شوي پرمختګونه د ستاینې وړ بللي دي.
دواړو لورو همداراز د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او رغنده تعامل په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)