د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به د افغانستان د بشري ملاتړ لپاره هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته برابره کړي. د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا وزیر هیمش فولکنر ویلي چې د دغو مرستو تمرکز به پر روغتیايي خدمتونو، زدهکړو، د خلکو د معیشت پیاوړتیا، راستنېدونکو ته د لومړنیو خدمتونو برابرولو او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کمولو وي. هغه زیاته کړې چې لږ تر لږه ۵۰ سلنه دغه مرستې به ښځو او نجونو ته ځانګړې شي. فولکنر ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېر شوي، لا هم د خلکو بشري وضعیت له جدي ستونزو سره مخ دی. د هغه په وینا، شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې پنځه میلیونه ښځې، نجونې او ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې لپاره مرستو ته اړتیا ولري. د بریتانیا دغه چارواکي همداراز د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند لګېدلي محدودیتونه د دوی د اساسي حقونو خلاف بللي او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د افغانستان د اوږدمهاله پرمختګ او ثبات پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.



