د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له لویدیځو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې او بشري مرستې له سیاسي شرطونو پرته دوام ومومي. هغې ویلي، په افغانستان کې د پولیو پېښې، د ماشومانو د واکسین ټیټه کچه او د نویو زېږېدلو ماشومانو لوړه مړینه د هېواد د بشري بحران ژورتیا ښيي. زاخارووا د افغانستان د روان وضعیت اصلي لامل د لویدیځو هېوادونو بندیزونه او د بشري مرستو سیاسي کېدل وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د بحران د مدیریت وړتیا هم محدوده کړې ده. هغې ټینګار وکړ چې روسیه به د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې دوامدارې وساتي.



