سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جمعه‌خان فاتح د طالبانو له مشرۍ سره د اختلاف راپورونه رد کړل

د زابل پخواني مرستیال والي جمعه‌خان فاتح له طالبانو د مشرۍ سره د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا ادعاوې له حقیقت څخه لرې دي. فاتح بي‌بي‌سي ته ویلي، له زابل ولایت څخه د دندې د پای ته رسېدو لامل یې د پښتو ژبې نه‌پوهېدل او روغتیايي ستونزې وې، او دی چمتو دی چې د طالبانو د حکومت د مشرۍ له پرېکړې سره سم هر ځای خدمت ته دوام ورکړي. د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت هم ویلي وو چې جمعه‌خان فاتح له نظام سره اختلاف نه لري او د ده په اړه خپاره شوي راپورونه یې «رسنیز تبلیغات» بللي وو. هغه ویلي وو چې د فاتح نه‌حضور یوازې د کورنیو ستونزو له امله و او له حکومت سره د اختلاف موضوع نه وه.

- Advertisment -spot_img