د نړیوالو مرستندویه ادارو د بشري مرستو لسګونه کانتینرونه د تورخم بندر ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې، پاکستان له ۵۰ څخه زیاتو کانتینرونو ته افغانستان ته د تېرېدو اجازه ورکړې ده، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. ویل کېږي چې پاکستان د دغو کانتینرونو د تېرېدو په بدل کې فیس هم اخیستی دی. دا مرستې په داسې مهال افغانستان ته رسېږي چې هېواد له سختو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نړیوالې ادارې د اړمنو خلکو لپاره د مرستو رسولو هڅې کوي.



