ده طالبانو ده حکومت لوی درستیز فصیحالدین فطرت د پاکستان وروستي بریدونه د افغانستان پر خاوره «نه زغمل کېدونکي» بللي او ټینګار یې کړی چې تر اوسه د دغو بریدونو هېڅ یو بېځوابه نه دی پاتې شوی. فطرت ویلي، پاکستان په خپلو بریدونو کې تل ملکي وګړي په نښه کړي، خو د طالبانو د ځوابي عملیاتو پر مهال هېڅ ملکي کس ته زیان نه دی اوښتی. هغه د پاکستاني طالبانو د شتون په اړه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دا خبرې حقیقت نه لري. د طالبانو د حکومت لوی درستیز ټینګار کړی چې افغانستان به هېڅ هېواد یا ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له خاورې څخه د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره استفاده وکړي. نوموړي زیاته کړې چې طالبان د هېواد د امنیت، ملي واکمنۍ د ساتنې او د افغانستان د خاورې د هر ډول ناسمې کارونې د مخنیوي لپاره ژمن دي.



