د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اړوند د «غیبي بابا» ښارګوټي له ۱۰۴۲ جریبه ځمکې څخه ۵۳۲ جریبه ځمکه دولتي وپېژندل شوه. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د «غیبي بابا ښارګوټي» د ځمکو اسناد او شواهد څېړلي او له ارزونې وروسته یې معلومه کړې چې ۵۳۲ جریبه ځمکه د دولت په نوم په څلورو کادستري برخو کې ثبت شوې ده. د عدلیې وزارت ویلي، دغه پرېکړه د ځمکو د اوسېدونکو، اړوندو ادارو او د ملکیتونو د ثبت دفترونو د معلوماتو له ترلاسه کولو او د اسنادو له څېړلو وروسته شوې ده. د دغو ځمکو د ملکیت موضوع د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته سپارلو کمېسیون ته سپارل شوې ده. د غیبي بابا ښارګوټی د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د ۱۷مې ناحیې اړوند او د کابل ـ شمال لویې لارې پر مسیر موقعیت لري.



