د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند، دولت وزیري، وایي چې اوسني حکومت له پخوانیو جنرالانو او د مخکیني حکومت له چارواکو سره مناسب چلند کړی او د هغوی پر وړاندې یې کومه ستونزه نه ده رامنځته کړې. هغه په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل، د اوسني حکومت غړي پوه، هوښیار او د زغم لرونکي کسان دي او د ده په باور، دا مهال په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی. وزیري زیاته کړه، د همدې امنیتي وضعیت له امله غواړي د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه وکړي او له نږدې یې وضعیت وګوري.



