چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کابل کې د یوه شخصي روغتون د خدمتونو پر لړلیک نیوکې

په کابل کې د یوه شخصي روغتون د زېږون اړوند خدمتونو د نوملړ خپرېدو د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. نیوکه کوونکي وايي، دغه نوملړ تر روغتیايي خدمتونو ډېر د یوه لوکس رستورانت یا هوټل له مېنو سره ورته والی لري. د خپاره شوي نوملړ له مخې، د عملیات له لارې زېږون لپاره د یوه خدمت‌لیک بیه ۵۵ زره افغانۍ ټاکل شوې ده. په داسې حال کې چې له شاوخوا ۳۰ درج شوو خدمتونو څخه ګڼ شمېر یې د زېږون وروسته له اساسي او اړینو روغتیايي پاملرنو سره مستقیم تړاو نه لري. په دې نوملړ کې چای، شات، بسکټ، تلویزیون، شیدې او خرما، یخني او حتی د نوي زېږېدلي ماشوم انځور اخیستل هم د خدمتونو په توګه شامل شوي دي؛ هغه څه چې د خلکو د نیوکو لامل شوي دي. خلک وايي، په داسې اقتصادي شرایطو کې چې ډېری کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي، د شخصي روغتیايي سکټور کمزورې څارنې ځینې روغتونونه د درملنې چارې په یوه لوړه بیه سوداګریزه برخه بدلې کړې ده. نیوکه کوونکي ټینګار کوي چې د روغتونونو اصلي تمرکز باید د مور او ماشوم د ژوند ژغورل او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول وي، نه دا چې د غیرضروري توکو له لارې لګښتونه زیات کړي.

- Advertisment -spot_img