سه شنبه, جولای 21, 2026
سه شنبه, جولای 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لینا روزبه: د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو په اړه د خلیلزاد غوښتنه طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅه ده

لینا روزبه، د افغانستان سیاسي فعاله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو غوښتنه، طالبانو ته د بیا مشروعیت ورکولو هڅه ده. دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ښاغلي خلیلزاد د طالبانو له مشر څخه وغوښتل چې نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي څو بېرته منځنیو ښوونځیو، لېسو او لوړو زده‌کړو موسسو ته ولاړې شي. هغه همداراز له کانکور ازموینې څخه د نجونو محرومول «خواشینوونکی او ناسم» بللي دي. اغلې لینا روزبه ټینګار کړی چې که ښوونځي هم بېرته پرانیستل شي، د طالبانو تر واک لاندې به د زده‌کړو نظام د همدې ډلې د فکر او تعلیمي نصاب له مخې اداره کېږي او د هغې په باور، دا اقدام په یوازې ځان د افغانستان اوسنی کړکېچ نه شي هوارولای. هغې ویلي، د افغانستان د خلکو اصلي ستونزه یوازې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل نه دي، بلکې د طالبانو د واکمنۍ دوام، د بنسټیزو ازادیو ځپل، د ملي بنسټونو کمزوري کېدل او د هېواد راتلونکی دی. د لینا روزبه په وینا، که طالبان د اوږدې مودې لپاره پر افغانستان واکمن پاتې شي، هېواد به له لا ژورو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو سره مخ شي. هغې ټینګار کړی چې د افغانستان د بحران حل، طالبانو ته د محدودو امتیازونو په ورکولو سره مشروعیت ورکول نه، بلکې د خلکو پر اراده ولاړ نظام ته د لارې هوارول دي. زلمی خلیلزاد د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له مهمو څېرو څخه و، او د دوحې هوکړې او د طالبانو واک ته د بېرته رسېدو په بهیر کې د هغه پر رول تل د یو شمېر سیاسي فعالانو او د طالبانو د مخالفانو له لوري نیوکې شوې دي.

    - Advertisment -spot_img