د مالیې وزیر محمد ناصر آخوند ویلي، حکومت د هېواد چارې د خلکو د مالیاتي عوایدو له لارې پر مخ وړي او هڅې روانې دي چې په دې برخه کې د مالیه ورکوونکو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي د مالیاتي تخفیفونو د اعلان په مناسبت یوې غونډې ته وویل، د مالیاتو د ورکړې په برخه کې بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او د دې بهیر د ښه تنظیم لپاره دوامدار کار روان دی. د مالیې وزیر زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ۱۳ ډوله مالیاتي تخفیفونه وضع شوي او دا لړۍ به د مالیه ورکوونکو د ستونزو د کمولو لپاره دوام وکړي.



