چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان د بې‌ویزې افغانانو د نیولو بهیر پیلوي

ځینې راپورونه وایي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ایالتي چارواکو، پولیسو او اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د جمعې ورځې، د جولای له ۱۰مې نېټې څخه د هغو افغان وګړو د نیولو بهیر پیل کړي چې معتبره ویزه نه لري. د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې له مسؤلو ادارو غوښتي چې دغه لارښوونه په همغږۍ او اغېزمن ډول عملي کړي. دا اقدام د پاکستان له لوري د هغو کډوالو پر وړاندې د پالیسۍ د دوام په توګه بلل کېږي چې قانوني اسناد نه لري. تر دې وړاندې هم په دغه هېواد کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ روانه وه.

- Advertisment -spot_img