د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره باید د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د وسلهوالو بریدونو مخه ونیول شي. عاصم منیر دا څرګندونې په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د قوماندانانو په غونډه کې کړې دي. هغه طالبان د دې موضوع اصلي مسؤل بللي او ویلي یې دي چې اسلامآباد به د دغو ډلو پر وړاندې خپل عملیات روان وساتي. د پاکستان چارواکي ځینې ډلې، لکه د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او د بلوڅستان د آزادۍ پوځ (BLA)، د هند اړوندې ډلې بولي؛ خو دا ادعاوې د طالبانو او هند له خوا څو ځله رد شوې دي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو موضوع په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.



