د افغانستان د ازموینو عمومي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو، شپنیو پوهنځیو، څوارلسم پاسانو، له هېواده بهر فارغانو او د قومونو او قبایلو اړوند ازموینو پایلې به نن دوشنبه ۱۵ سرطان خپرې شي. د ادارې ویاند ناصرخان شیرزي ویلي چې د روان کال د کانکور ازموینه په څلورو پړاوونو کې ترسره شوې او شاوخوا ۱۲۰ زره داوطلبانو پکې ګډون کړی و. نوموړي زیاته کړې چې د لوړو زدهکړو وزارت د جذب د پلان له مخې، د پایلو له اعلان وروسته به ۷۴ زره او ۵۰۰ بریالي داوطلبان د هېواد پوهنتونونو ته د زده کړو لپاره وروپېژندل شي.



