د طالبانو د دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب مجاهد، د بدخشان ولایت بېلابېلو ولسوالیو او د چین، تاجکستان او پاکستان له سرحدي سیمو څخه لیدنه کړې ده. د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، نوموړي د زیباک، اشکاشم، کران او منجان، واخان او پامیر سیمې کتلي او د سرحدي ځواکونو چمتووالی یې ارزولی دی. هغه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ او د پولو د ساتنې پر ارزښت ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د سرحدي ځواکونو وړتیاوې به لوړې او اړین وسایل به ورته برابر شي. دا سفر داسې مهال شوی چې د بدخشان د طالبانو له سیمهییز قوماندان جمعهخان فاتح سره د خپلمنځي اختلافونو راپورونه خپاره شوي دي. فاتح، چې مخکې له خپلې دندې لیرې شوی و، ادعا کړې وه چې زرګونه وسلهوال او لسګونه زره چمتو کسان ورسره دي. د راپورونو له مخې، هغه د درواز په سیمه، په ځانګړي ډول د نسي ولسوالۍ پر لارو، د پلټنې پوستې هم جوړې کړې دي. که څه هم ځینو رسنیو د طالبانو او جمعهخان فاتح ترمنځ د کړکېچ او بدخشان ته د نورو ځواکونو د استولو راپورونه خپاره کړي، خو فاتح دا ادعاوې رد کړې دي. هغه ویلي، له طالبانو سره هېڅ اختلاف نه لري، د همدې نظام لپاره یې قربانۍ ورکړې او لا هم ورته وفادار دی. نوموړي همداراز بدخشان ته د طالبانو د پلاوي د ورتګ راپورونه هم رد کړي دي.



