امریکايي خپرونه «اکسیوس» راپور ورکړی چې ایران او متحده ایالات د خلیج فارس په سیمه کې د یو بل پر وړاندې د بریدونو د درولو پر سر یوې هوکړې ته نږدې شوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې د قطر په دوحه کې مستقیمې خبرې اترې ترسره کړي. د اکسیوس خبریال باراک راوید د یکشنبې په ماښام لیکلي چې یو لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي، واشنګټن او تهران موافقه کړې چې د یو بل پر وړاندې بریدونه ودروي. د هغه په وینا، دواړه لوري به د سهشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري تر څو د هرمز تنګي اړوند اختلافونه وڅېړي او د حل لاره ومومي. د راپور له مخې، د دې خبرو تمرکز به د هرمز تنګي پر وضعیت وي. په همدې حال کې، ایران د امریکا سره وروستۍ شخړې د هرمز تنګي د مدیریت په چارو کې د دې هېواد د مداخلې پایله بللې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په عراق کې د خپل سفر پر مهال ویلي چې د هرمز تنګي د بشپړ بیا پرانستلو موضوع د امریکا له تفاهم سره سم یوازې د تهران په واک کې ده او هر ډول مداخله کولی شي دا بهیر ګډوډ او کړکېچ لا پسې زیات کړي.



