د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ويلي چې په سويس کې د ايران او امريکا د پلاوو وروستۍ ناسته رسمي د هستهيي پروګرام په اړه خبرې اترې نه وې، بلکې دواړو لورو يوازې خپل دريځونه په څرګنده توګه وړاندې کړي دي. هغه زياته کړې چې لا تر اوسه د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د رسمي خبرو د پيل وخت نه دی رارسېدلی او د تخنيکي کاري ګروپونو جوړېدل او د رسمي خبرو پيل د دواړو لورو ترمنځ د ځينو هوکړهليکونو د بندونو په عملي کېدو پورې تړاو لري. د بقايي په وينا، د «ژمنې په مقابل کې ژمنه» ميکانيزم د دې لپاره په پام کې نيول شوی چې د راتلونکي احتمالي تړون د تطبيق ډاډ ترلاسه شي. هغه همدارنګه ويلي چې په سويس کې د ايران، امريکا، پاکستان او قطر د استازو څلور اړخيزې خبرې اترې روانې دي، چې هدف يې د تاوتريخوالي کمول او د يوه جامع تړون لپاره د زمينې برابرول دي.



