د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر ویلي، چې شهباز شریف او د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر به د یکشنبې په ورځ په سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ په جوړېدونکو خبرو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې چې دغه د تخنیکي کچې خبرې د سویس د بېرګن سټوک په سیمه کې ترسره شي. دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي او ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي. د راپورونو له مخې، د امریکا له لوري د منځني ختیځ لپاره د ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر، او همدارنګه د محمدباقر قالیباف په مشرۍ ایراني پلاوی، تر دې وړاندې سویس ته رسېدلي دي.



