شنبه, جون 20, 2026
شنبه, جون 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکايي چارواکی: اسرائیل او حزب‌الله د اوربند پر ټینګښت هوکړه کړې

یو لوړپوړي امریکايي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسرائیل او حزب‌الله د اوربند پر ټینګښت هوکړه کړې ده او دا اوربند به د جمعې په ورځ د ځايي وخت له مخې د مازدیګر له ۴ بجو څخه عملي شي. د دغه چارواکي په وینا، دا هوکړه د امریکا او قطر په منځګړیتوب او د ایران په همکارۍ رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه چې د ورځې په لومړیو کې د دواړو لورو ترمنځ د بریدونو له تبادلې وروسته، اوس دواړه خواوې د اوربند د عملي کولو پر سر هوکړې ته رسېدلې دي. که دواړه لوري دې هوکړې ته ژمن پاتې شي، تمه کېږي چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ په پوله کې شته تاوتریخوالی کم شي او په سیمه کې د نورو ډیپلوماټیکو هڅو لپاره زمینه برابره شي.

- Advertisment -spot_img