شنبه, جون 20, 2026
شنبه, جون 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ګرین‌پیس راپور: د همالیا د یخچالونو خټېدل د افغانستان د اوبو زېرمې او کرنه له ګواښ سره مخ کوي

د ګرین‌پیس بنسټ په یوه څېړنه کې، چې د اقلیمي بدلونونو او د پراختیايي مرستو د کمېدو له امله د خلکو پر بې‌ځایه کېدو راڅرخي، افغانستان او د کانګو ولسواکه جمهوریت د دوو بېلګو په توګه ارزولي دي. د راپور موندنې ښيي چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو سره په سخت ډول مخامخ دی. ګرین‌پیس خبرداری ورکړی چې د همالیا د غرونو د یخچالونو ویلې کېدل د میلیونونو خلکو د څښاک اوبو زېرمې او همدارنګه د کرنیزو ځمکو د اوبولګولو چارې له جدي ګواښ سره مخ کوي. په راپور کې راغلي چې د اوبو د زېرمو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ او د خلکو د ژوندانه د لارو محدودېدل کولی شي په افغانستان کې د بې‌ځایه کېدو او کورنۍ کډوالۍ کچه لوړه کړي. ګرین‌پیس همدارنګه ویلي چې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له زیاتېدو سره یوځای د پراختیايي همکاریو او مرستو کمېدل، د زیان‌منو ټولنو توان لا پسې کمزوری کوي چې له دغو ستونزو سره مقابله وکړي.

- Advertisment -spot_img