د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې له لاسلیک څلور ورځې وروسته، د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸مه د مجتبی خامنهاي په نوم د دغې هوکړې په اړه یوه اعلامیه خپره شوه. په اعلامیه کې راغلي: «په اصل کې مې بل نظر درلود، خو د هغې ژمنې له مخې چې محترم ولسمشر د ملي امنیت د عالي شورا د مشر په توګه د ځان او نورو غړو له لوري د ایران د ملت او د مقاومت د جبهې د حقونو د خوندي ساتلو په اړه راکړه او د هغې مسئولیت یې پر غاړه واخیست، ما د دې اجازه ورکړه.» په اعلامیه کې ټینګار شوی چې که امریکايي لوری «زیاتې غوښتنې» وکړي، د ایران اسلامي جمهوریت به یې ونه مني. مجتبی خامنهاي د دې هوکړې منل د امریکا د دریځ منل نه دي بللي او ویلي یې دي: «له دې شېبې وروسته، موږ؛ تاسو ویاړلی ملت او دا ستاسو خدمتګار، د یادو شویو شرطونو د پلي کېدو په تمه یو.» هغه زیاته کړې: «روښانه ده چې هغه مخامخ خبرې اترې چې په راتلونکي کې به ترسره کېږي، د دښمن د نظر د منلو معنا نه لري.» دا اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې د ایران دننه د دغې هوکړې ځینو مخالفانو پوښتنې راپورته کړې وې چې ولې مجتبی خامنهاي د دې هوکړې په اړه څه نه وو ویلي. مجتبی خامنهاي د اسراییلو له هغو بریدونو وروسته چې د رهبرۍ پر دفتر شوي وو، تر اوسه په عامه توګه نه دی لیدل شوی او هېڅ غږیزه وینا یې هم نه ده خپره شوې. د نوموړي د ټپي کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه نور معلومات په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.



