جمعه, جون 19, 2026
جمعه, جون 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: نوی تړون به د ایران د اټومي پروګرام مخه ونیسي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه اټومي تړون چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال له ایران سره شوی و، د منځني ختیځ د امنیت لپاره خطرناک و او ایران ته یې د اټومي وړتیاوو د پراخېدو زمینه برابروله. ټرمپ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) غونډې پر مهال خبریالانو ته ویلي چې له ایران سره نوی شوی موقتي تړون په څرګنده توګه تضمینوي چې تهران به اټومي وسله ترلاسه نه کړي. هغه ټینګار کړی چې دا هوکړه د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره یو «قوي خنډ» دی. نوموړي ویلي چې له ایران سره شوې هوکړه ډېره ښه ده او ښايي د ارزونې لپاره د امریکا کانګرس ته هم وړاندې شي. ټرمپ زیاته کړې چې پخوا یې دا موضوع نه وه په پام کې نیولې، خو اوس د کانګرس له لوري د هغې د ارزونې له نظریې سره موافق دی. د رویټرز د راپور له مخې، نوی تفاهم د امریکا او ایران ترمنځ د راتلونکو خبرو اترو لپاره چوکاټ ټاکي او تمه ده چې دواړه لوري په راتلونکو ۶۰ ورځو کې د وروستۍ هوکړې پر جزییاتو خبرې وکړي.

- Advertisment -spot_img