عبدالمتین قانع، د کورنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې له دې وروسته به د هېڅ موټر لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ اجازه لرونکي نمبرپلېټونه نه صادرېږي. هغه ویلي چې حتی هغه کسان چې مخکې یې په کابل کې د دې ډول نمبرپلېټونو سره د تګ راتګ اجازه لرله، له دې امتیازه به بې برخې شي. د قانع په وینا، د «سټیرینګ» د سیستم د بدلون او د هغې د پلي کېدو په اړه خبرې اترې لا هم د څو دولتي ادارو ترمنځ روانې دي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې بدلونونو د پلي کېدو د وخت او د موټرو د تګ راتګ د نوي میکانیزم په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.



