د بازار د معلوماتو له مخې، د برنټ خامو تېلو بیه ۳.۸ سلنه راټیټه شوې او په هر بیرل ۸۳ ډالرو ته رسېدلې ده. همدارنګه د لوېدیځ ټکساس منځنۍ درجې (WTI) خام تېل هم ۴.۱ سلنه کم شوي او په هر بیرل د ۸۱ ډالرو په کچه معامله شوي دي. کارپوهان وايي، د تېرو څو ورځو د بازار نوسانات تر ډېره د سیمهییزو جیوپولیتیکي کړکېچونو او د دې اندېښنو تر اغېز لاندې وو چې ښايي د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بهیر ګډوډ شي؛ هغه لاره چې د نړۍ د انرژۍ د صادراتو له مهمو ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)