یکشنبه, جون 14, 2026
یکشنبه, جون 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

محمد حسنی د «نبرد سه پادشاهی» په سیالیو کې د اتلولۍ کمربند وګاټه

محمد حسنی، د افغانستان د کان‌خمر ورزشکار، د «نبرد سه پادشاهی» په سیالیو کې په کمبوډیا کې د قاضیانو په یووالي پرېکړې سره خپل کامبوجیایي سیال ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ کمربند یې ترلاسه کړ. هغه د ۵۴ کیلوګرامه په وزن کې د لوبې په اوږدو کې څرګند برلاسی درلود او څو ځله یې خپل سیال ناک‌ډاون کړ. د سیالۍ پر مهال د کوربه هېواد ورزشکار د ټپ له امله لوبه د لنډ وخت لپاره ودرول شوه، خو حسنی بیا هم خپله برلاسي وساتله او بالاخره بریالی شو. د افغانستان د کان‌خمر فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه ۱۸ کلن ورزشکار تر دې مخکې هم په نړیوالو او مسلکي سیالیو کې د اتلولیو لقبونه ګټلي دي.

- Advertisment -spot_img