ایران په هرمز تنګي کي دوې کښتۍ ویشتلي د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چي د ایران سمندري ځواکونو هرمز تنګي کي دوې کښتۍ په نښه او تخریب کړي دي. د راپورونو پر اساس، دغه کښتۍ هغه مهال هدف ګرځول سوي، چي د ایران د “قانوني اجازې پرته” ئې د هرمز تنګي له لاري د تېریدو هڅه کوله. د سپاه پاسداران په بیان کي ویل سوي، چي دا عملیات د هرمز تنګي د امنیت د ساتني او د سمندري قوانینو د تطبیق برخه وه. د معلوماتو له مخي، ایران د هرمز تنګی په بشپړه توګه د تګ راتګ پر مخ تړلی او سمندري ځواکونو ئې د ګزمې په حال کي دي.



