پنجشنبه, جولای 23, 2026
پنجشنبه, جولای 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نتانیاهو: اردوغان د اسرائیل حکومت ته د اخلاقي درس ورکولو صلاحیت نه لري

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې هغه وروستی کس دی چې د اسرائیل حکومت ته د اخلاقو درس ورکولی شي. نتانیاهو په یوه بیان کې اردوغان «یهود ضد دیکتاتور» بللی او ادعا یې کړې چې هغه د کردانو پر ضد نسل‌وژنه ترسره کوي، د حماس ملاتړ کوي، خپل ولس ځپي او سیاسي مخالفین زنداني کوي. هغه زیاته کړې چې د اسرائیل حکومت او پوځ به د ایران د اسلامي جمهوریت او د هغه د نیابتي ډلو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. د نتانیاهو په وینا، دغه ډلې د منځني ختیځ او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي، او اسرائیل به د هغوی پر وړاندې «قاطع اقدامات» روان وساتي. د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د ترکیې او اسرائیل ترمنځ لفظي او سیاسي ترینګلتیا زیاته شوې ده.

    - Advertisment -spot_img