ځايي سرچینو او عیني شاهدانو په هرات ولایت کې راپور ورکړی چې د دغه ولایت د جبرئیل سیمې د خلکو احتجاجونه د طالبانو د ځواکونو له تاوتریخجن غبرګون سره مخ شوي دي. د سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو د سېشنبې په ورځ د ښځو د وروستیو نیونو او د طالبانو د اجباري حجاب د تګلارو پر ضد اعتراضي لاریون وکړ. خو دغه لاریون د طالبانو د ځواکونو له لوري د مستقیمو ډزو، هوايي ډزو او وهلو ټکولو له امله په تاوتریخوالي واوښت. ځايي سرچینې وایي چې د دې پېښې پر مهال یو شمېر لاریونوال نیول شوي او شاوخوا ۳۰ تنه د سیمې اوسېدونکي د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوي دي. همدارنګه، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې څو تنه لاریونوال ټپیان شوي، چې په کې هغه کسان هم شامل دي چې د مرمیو د لګېدو له امله زیانمن شوي دي. خو د ټپیانو او نیول شویو کسانو کره شمېر لا هم نه دی معلوم. له سیمې څخه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې طالبانو د لاریونوالو د خورولو لپاره وسلې کارولې دي. څېړنې هم ښيي چې ډزې د هرات د جبرئیل سیمې د استقلال ۱ سړک کې شوې دي. د اصلي لاریون تر پای ته رسېدو وروسته، سرچینې وایي چې د طالبانو ځواکونو په جبرئیل سیمه کې پراخ حضور درلود او هڅه یې کوله چې د احتجاجونو د بیا پیل مخه ونیسي. د هغوی په وینا، سیمه نیمه پوځي حالت ته اوښتې او د طالبانو د ځواکونو ګزمې په کوڅو او سړکونو کې روانې وې. تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې پېښې او د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.



