شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر، د ایران او اسرائیل ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په غبرګون کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې زغم او خویشتنداري غوره کړي او د کړکېچ له لا پراخېدو ډډه وکړي. هغه د دوشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې وروستیو نښتو وښوده چې موجود اوربند لا هم نازک دی او د تاوتریخوالي دوام کولای شي د سیمې لپاره درنې او پراخې پایلې ولري. د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی چې اسلاماباد له خپلو «وروڼو او شریکانو» سره په همغږۍ د دې شخړې لپاره د سولهییز او ډیپلوماټیک حل د موندلو هڅې کوي. هغه زیاته کړې چې د دې کړکېچ د پای ته رسولو لپاره سیاسي حل ته رسېدل تر بل هر وخت نږدې ښکاري. نوموړي یو ځل بیا د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او په سیمه کې د شخړو د پراخېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.



