شنبه, جون 13, 2026
شنبه, جون 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اسرائیلو پوځ: د ایران د دفاعي سیسټمونو هدف ګرځول شوي دي

د اسرائیلو پوځ ویلي چې د ایران ستراتیژیک دفاعي سیسټمونه یې د هوايي بریدونو هدف ګرځولي او د ایران په بېلابېلو برخو کې یې عملیات ترسره کړي دي. په یوه اعلامیه کې د اسرائیلو پوځ ویلي چې دغه بریدونه د هوايي ځواکونو له خوا ترسره شوي او هدف یې د ایران په بېلابېلو سیمو کې د دفاعي سیسټمونو له منځه وړل وو. همدارنګه اسرائیلي رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې په تهران کې یو نوی برید ترسره شوی دی. په همدې حال کې راپورونه وايي چې د اسرائیلو جنګي الوتکې د تهران پر فضا الوتنې کړې دي او همدارنګه د شیراز پر هوايي ډګر د برید خبر هم ورکړل شوی دی. ایراني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاع په تهران کې یو «دښمن بې‌پیلوټه الوتکه» شنډه کړې ده. تر دې وړاندې هم د تهران په بېلابېلو سیمو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي وو، خو د دغو پېښو جزییات لا روښانه نه دي. د اسرائیلو پوځ همدارنګه ویلي چې لسګونه جنګي الوتکو یې د استخباراتي معلوماتو په لارښوونه د ایران د دفاعي سیسټمونو پر وړاندې پراخ بریدونه ترسره کړي دي. په مقابل کې، د ایران د سپاه پاسداران ځواک ویلي چې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې یې د حیفا ښار پر صنعتي تاسیساتو د توغندیو برید کړی دی. سپاه خبرداری ورکړی چې د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه کولی شي په سیمه کې شخړې نورې هم پراخې کړي.

- Advertisment -spot_img