د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران لا تر اوسه د متحده ایالاتو سره د احتمالي هوکړې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او په مذاکراتو کې به له خپلو «سره کرښو» څخه شاتګ ونه کړي. اسماعیل بقایي د ایرنا خبري اژانس له قوله ویلي چې د هوکړې د لاسلیک د وخت او ځای په اړه راپورونه لا هم یوازې اټکلونه دي او هېڅ موضوع نهايي شوې نه ده. هغه زیاته کړې چې د خبرو اترو د متن یوه مهمه برخه نهايي شوې، خو د ده په وینا، متحده ایالاتو د خبرو په جریان کې څو ځله خپل دریځ بدل کړی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې په وروستیو اوونیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د یوې نوې هوکړې د احتمال په اړه اټکلونه زیات شوي دي.



