ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د راکټي بریدونو لړۍ پر اسرائیل هغه مهال په مشروط ډول درول شوې ده چې اسرائیل د لبنان په جنوب کې له بریدونو ډډه وکړي. د فارس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ، د جون ۸، راپور ورکړی چې دا موضوع د «قرارگاه خاتمالانبیا» له لوري، چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو د قوماندې مرکز بلل کېږي، اعلان شوې ده. د راپور له مخې، دې ادارې د ایران راکټي بریدونه پر اسرائیل د «مظلومو لبنانیانو د ملاتړ» په چوکاټ کې یاد کړي دي. په راپور کې زیات شوي چې دغه بریدونه درول شوي، خو که «تجاوز او دښمنانه اقدامات، په ځانګړې توګه د لبنان په جنوب کې» دوام ومومي، د ایران ځواب به «له مخکې څخه سخت» وي. ایران ویلي چې پر اسرائیل راکټي بریدونه د اسرائیلو د هوايي ځواکونو د هغه برید په غبرګون کې ترسره شوي چې د بیروت ښار په ضاحیه سیمه کې شوي وو. په همدې حال کې، د الجزیرې شبکې د اسرائیلو د پوځ په حواله راپور ورکړی چې د ایران له لوري پر اسرائیل راکټونه توغول شوي او د دغه هېواد دفاعي سیسټمونه د هغوی د شنډولو لپاره فعال شوي وو. دا پرمختګونه د ایران او اسرائیل ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د بیروت په جنوب کې د وروستي برید وروسته رامنځته شوي دي.



