د افغانستان د ملګرو ملتونو استازي، نصيراحمد فايق، اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د يو اتيايمې دورې د رئيس له مرستيالانو څخه د يوه په توګه ټاکل شوی دی. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د سېشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۲مه، په خپلې غونډه کې د دې دورې رئيس، مرستيالان او د اصلي کمېټو د مشرتابه غړي وټاکل. په دغو ټاکنو کې د بنګلهدېش د بهرنيو چارو وزير، خليلالرحمن، د ۱۹۰ رأيو له ډلې د ۹۹ رأيو په ترلاسه کولو سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د راتلونکې دورې د رئيس په توګه وټاکل شو. نوموړی به د روان کال په سپټمبر کې خپله دنده پيل کړي او تر سپټمبر ۲۰۲۷ پورې به دغه مسئوليت پر غاړه ولري. نصيراحمد فايق ويلي چې هيله لري د منتخب رئيس او غړو هېوادونو په همکارۍ د عمومي اسامبلې د موخو او مسئوليتونو د پرمخ بيولو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي. اوس مهال د جرمني پخوانۍ د بهرنيو چارو وزيره، انالينا بربوک، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشري پر غاړه لري.



