کابل – د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۱مه، د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د ۲۰۰ جوړو لپاره د ګډ واده مراسم ترسره شول. دغه مراسم د «در پناه عترت» خیریه بنسټ په مالي ملاتړ او د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي وو. د یاد بنسټ مسئولینو ویلي چې د دې پروګرام موخه د ځوانانو لپاره د واده بهیر اسانه کول او د کم لګښته ودونو دودول دي. د هغوی په وینا، دغه بنسټ په تېرو څه باندې اوو کلونو کې د جلا جلا پروګرامونو له لارې د شاوخوا ۲۵۰۰ جوړو لپاره د واده مراسم تنظیم کړي دي. په وروستیو کلونو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خیریه بنسټونو د اړمنو ځوانانو د ملاتړ او د واده د لګښتونو د کمولو په موخه د ډلهییزو ودونو پروګرامونه ترسره کړي د



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)