د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې د حج د مناسکو له ادا کولو وروسته د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر په رسمي توګه پیل شوی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان به په دوو پړاوونو کې د ۹۷ الوتنو له لارې د کابل، بلخ، کندهار او هرات هوايي زونونو ته ولېږدول شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان حاجیانو لومړۍ الوتکه، چې شاوخوا ۳۵۰ حاجیان پکې سپاره وو، نن د سعودي عربستان له جدې ښار څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده. مسوول چارواکي وايي، د حاجیانو د بېرته ستنېدو ټولې الوتنې به د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره شي، څو افغان حاجیان په منظم او خوندي ډول خپلو ولایتونو ته ستانه شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)