د پاکستان دولتي رسنیو د راپور له مخې، فیلډ مارشال عاصم منیر، د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز، په یو رسمي سفر تهران ته رسېدلی دی. د پاکستان اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې عاصم منیر به د خپل دغه سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د روانو مذاکراتو، د سولې او سیمهییز ثبات وضعیت، او ځینو نورو دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي. دا د پاکستان د پوځ د لوی درستیز وروستی ۴۰ ورځو کې دوهم سفر دی. هغه په خپل تېر سفر کې له محمدباقر قالیباف او د ایران–امریکا د خبرو اترو له اړوند ټیم سره لیدلي او خبرې یې کړې وې. هممهاله، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره تهران ته تللی او له ایراني چارواکو سره په خبرو بوخت دی. په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې واشنګټن د دغو خبرو د پایلو په تمه دی.



