د امریکا د کانګرس د څېړنیز خدمت په یوه راپور کې ویل شوي، چې د فبرورۍ میاشتې له وروستیو راهیسې د ایران پر ضد د امریکا په پوځي عملیاتو کې تر ۴۰ زیاتې امریکايي پوځي الوتکې زیانمنې شوې یا له منځه تللې دي. په راپور کې د دغو الوتکو د زیانونو څرنګوالي او یا د تلفاتو د کچې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي. همدارنګه د یادو عملیاتو د وخت او ځای په اړه هم اضافي معلومات نه دي خپاره شوي. تر اوسه امریکايي چارواکو په دې اړه تازه څرګندونې نه دي کړې



