یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حکمتیار: اسلام یوازې ږیره او لباس نه دی، عدالت اساسي اصل دی

گلبدین حکمتیار په یوه انتقادي یادښت کې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او هغه یې د «دیني ارزښتونو تحریف» بللي دي. هغه ټینګار کړی چې د ده له نظره اسلام پر اصولو لکه عدالت، شورا، د مظلوم دفاع او د قانون حاکمیت ولاړ دی، نه پر ظاهري معیارونو لکه د لباس ډول، لونګۍ یا د ږیرې اندازه. حکمتیار د خپلو څرګندونو په بله برخه کې فقهې برداشتونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د حج د مناسکو پر مهال (احرام) د نارینه‌وو لپاره د سر پټول منع دي. هغه زیاته کړې چې په ځینو تاریخي روایتونو کې هم د اسلام پېغمبر بې له سرپوښ عبادت کړی دی؛ له همدې امله، د ده په باور، د اشخاصو ظاهري بڼه باید د دیندارۍ اصلي معیار ونه ګرځول شي. هغه همداراز د تعویذ، جادو او «پیرپرستۍ» په څېر خرافاتو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او دا یې د دین د ناوړه استفادې او شخصي ګټو لپاره ګواښ بللی دی. دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان لا هم د پوښاک، ظاهري بڼې او ټولنیز چلند په تړاو سختې پالیسۍ عملي کوي. حکمتیار تر دې وړاندې هم د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو محدودیتونه نیوکې کړي او هغه یې «د توجیه وړ نه» بللي وو

- Advertisment -spot_img