یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین د ایران د جګړې د پای ته رسېدو او د خبرو اترو ته د سمدستي ستنېدو غوښتنه کړې ده

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران او مقابل لورو ترمنځ د نښتو دوام «هیڅ ګټه نه لري» او باید ژر تر ژره د خبرو اترو لاره بېرته پرانیستل شي. د آناتولي خبري اژانس د جمعې په ورځ، د می په ۱۵مه، راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه شخړه له پيله «غیرضروري» بللې ده. هغه ویلي چې د جګړې دوام نه د ایران، نه د امریکا او نه د سیمې د هېوادونو لپاره ګټه لري. د هغه په وینا، د دې کړکېچ ژر حل د ټولو خواوو او د نړیوالې ټولنې په ګټه دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اټومي موضوع د سیاسي حل او د تاوتریخوالي د کمولو پر دوامدارو هڅو ټینګار کړی دی. بیجینګ همدارنګه د هرمز تنګي د سمندري لارو د بیا پرانیستلو او په سیمه کې د اوربند غوښتنه کړې ده. په همدې حال کې، ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې شي جین پینګ د دواړو هېوادونو په خبرو کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د مرستې خبرې کړې دي. چین په داسې حال کې د ایران د جګړې د پای ته رسېدو او خبرو اترو ته د ستنېدو غوښتنه کوي چې په سیمه کې ترینګلتیاوې لا هم دوام لري.

- Advertisment -spot_img